له پاکستان سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري دوام لري

(Last Updated On: دسمبر 1, 2016)

vlcsnap-2016-12-01-16h18m04s136

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اسلام آباد د واشنګتن پر هغې اندېښنې خبر دی، چې د پاکستان په خاوره کې یې د ترهګرو د خوندي پناه ځایونو په اړه لري.

پر پاکستان اوس هم نیوکې کیږي، چې په خاوره کې یې د ترهګرو خوندي پناه ځایونه شتون لري. هغه پناه ځایونه، چې  تل ورڅخه په افغانستان کې د اور لمبې تودې ساتل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند مارک تونر وایي، له پاکستان سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري دوام لري. مونږ له هغوي سره له ډېر نږې کار کوو. هغوی زمونږ پر ځینو اندېښنو خبر دي، چې د ځینو ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پناه ځایونو مساله هم په کې راځي؛ ځکه، چې دا ترهګر په سیمه کې فعال دي.

د هغه په وینا: د پاکستان په ګټه ده؛ هره هغه ترهګره ډله دې وځپل شي، چې ممکن په هغه هېواد کې یې خوندي پناه ځای جوړ کړی وي.

مارک ټونروایي،راځئ، چې د پاکستان د پوځ نوي لوی درستیز ته فرصت ورکړو، چې خپل کار پیل کړي.

د پاکستان د پوځ نوي لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه  په داسې حال کې کار پیلوي، چې معلومه نه ده د هغه په ټاکل کیدو به په دغه مقام کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کوم لوری خپل کړي.

جنرال باجوه، چې په همدې اوونۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توګه دنده پیل کړې، له ترهګرۍ سره د مبارزې د دوام ډاډ یې ورکړی؛ خو دا نه ده معلومه، چې خبره به یې عملي هم شي او که د شعار په چوکاټ کې به پاتې وي.

خبریال: فهیم نوري

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …