له كندوز څخه تخار ته د وارداتي برېښنا غزول پيل شول

(Last Updated On: February 14, 2013 12:49 pm)

له كندوز څخه تخار ولايت  ته د تاجكستان د وارداتي برېښنا د ليږد لپاره ۲۴۵ ستنو ته اړتيا ده، چې څه نا څه ۳۷ميليون دالر لگښت لري.

د تخار ولايت اوسيدونكيو د پروژې د كار پر پيليدو خوښي ښكاره كړې او وايي، چې دغه كار دې چټك تر سره شي.

چارواكي وايي، چې:

له كندوز څخه تخار ته پر ۲۴۵ ستنو ۲۲۰ كيلو وات برېښنا مزو غزول د دغه ولايت په درې برخو كې پيل شوي، چې ۸۰ كيلو متره واټن لري.

د تخار ولايت برېښنا شركت رييس محمد مومند وايي:

د دغې پروژې لومړني كارونه لس مياشتې وړاندې پيل شوي، چې د ستنو لگول او د مزو غزول يې يوه برخه ده.

د نوموړي په وينا، دغه پروژه د آسيايى بانك پر څه نا څه ۳۷ ميليون دالر مرستې پلې كيږي.

اوسمهال د تخار خلك له ديزلي جنراتورونو څخه گټه پورته كوي، چې يو كيلو وات برېښنا ورته ۴۰ افغانۍ پريوځي.

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …