عاجل خبرونه

له قانون څخه د ملاتړائتلاف غړي ولسي جرگې ته راوگرځيدل

(Last Updated On: October 9, 2011)

د دغه ائتلاف غړي وايي، چې:

د را گرځيدل يې د ولايتې شوراگانو د رييسانو په منځگړيتوب تر سره شوي. دا په دې معنا نه ده، چې دوى له خپلو پخوانيو غوښتنو تېرشوي دي.

د ولسي جرگې يو شمېرغړي د ياد ائتلاف يو شمېرغوښتنې د قانون خلاف گڼي .

د ټاكنو د خپلواك كميسيون له هغې پرېكړې وروسته، چې د ولسي جرگې د برحالو ۹ غړيو پرځاى يې ۹ نوي غړي وروپېژندل؛ له قانون څخه ملاتړ ائتلاف د اعتراض په ډول د ولسي جرگې په غونډو كې له گډون ډډه وكړه،  خو له يوې مياشتې وروسته د ولايتې شوراگانو د رييسانو په منځگړيتوب يو ځل بيا د ولسي جرگې غوڼدو ته حاضر شول او د ولسي جرگې د رييس عبداروف ابراهيمي له لوري ورته ښه راغلاست وويل شو.

له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف له خوا د خپلو غوښتنوتكرار يو ځل بيا د ولسي جرگې د بلې اصلاح غوښتونكيو ډلې غبرگونونه را وپارول.

د ولسي جرگې غړي حاجي الماس د هرې پارلماني ډلې له خوا د  ولسي جرگې د غونډو پريښودل د خلكو د غوښتنو خلاف كار وباله .

په همدې حال كې له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف غړې سيمين باركزى، چې د ټاكنو د خپلواكو كميسيون د وروستۍ پرېكړې له مخې د ولسي جرگې غړيتوب له لاسه وركړى؛ د ډوډى خوړلو د اعتصاب اوومه ورځ هم تېره كړه .

دا په داسې حال كې ده، چې د مشرانو جرگې يو شمېر غړيو، د مدني ټولنو د بشري حقونو خپلواك كميسيون رييسې سيما ثمر او يو شمېر سياسي شخصيتونو د ميرمن باركزۍ له خيمې ليدنه كړې .

ميرمن باركزى تېره اوونۍ له افغان ولسمشر حامد كرزي سره هم  ليدلي، خو داسې ښكاري، چې يادې كتنې كومه پايله نه درلوده.

About ATN News

Avatar

Check Also

په افغانستان کې له نیمایي ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

(Last Updated On: June 7, 2019)د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان …

Leave a Reply

Your email address will not be published.