عاجل خبرونه

له زر ډېر کومندو ځواکونه غزني ته رسیدلي

(Last Updated On: اګست 11, 2018)

افغان امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې زرګونه کومندو ځواکونه او بېلابېل پوځي تانکونه او موتر د د شپې ناوخت د غزني ښار ته ورسیدل. که څه هم وسلوالو طالبانو د میدان وردګ- غزني پر لویه لار پلونه او پلچکونه له منځه وړي، خو دغه ځواک ځان موخې ته ورساوه.

سرتېرو ویلي، چې افغان ځواکونو ته کمین نیول شوی او ان نشو کولی خپل ټپیان راولیږدوو.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو مخالفانو څو پوستې هم نیږلې دي.

غزني ته غزیدلې لارې طالبانو تړلي او افغان ځواکونه نشي کولی په آسانۍ ځانونه غزني ته ورسوي.

د ۱۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا قومندان عبدالرزاق ساپی وایي، له ۲۰۰ ډېر ضربتي او هاموی تانکونه لرو او غزني به د طالبانو پر ګورستان بدل کړو.

د میدان وردګ پولیس او ځانګړې قطعې خواکونه د لارې په اوږدو کې له طالبانو سره په نښته کې دي، چې څوک غزني ته د افغان ځواکونو د رسیدو خنډ نشي.  

د میدان وردګ امنیت آمر امیر محمد پغمانی وایي، په لاره کې له څو کمینونو سره مخ او ترې راتېر شو او لار مو غزني ته د مرستندویو ځواکونو لپاره خلاصه کړې ده.

د دغه ولایت د پولیسو د ځانګړې ځواک قومندان رضا وایي، وسلوالو ډېرې هڅې وکړې، چې پوځیان غزني ته ونه رسیږي؛ خو امنیتي ځواکونو د مخالفانو پروګرام بې پایلې کړ او افغان ځواکونه د شپې ناوخته غزني ولایت ته دننه شول.

په غزني ولایت کې چارواکو ویلي، چې دغه  ښار له طالبانو پاک شوی او ان ټول ښار د حکومتي ځواکونو په ولکه کې راغلی دی.

د غزني امنیه قومندان فرید مشعل وایي، چې د ښار پر ټولو اړوند سیمو حکومتي ځواکونه ولکه لري او له ښاره بهر هم امنیتي کمربند را تاو شوی دی.

د نوموړي په خبره؛ غزني ته له کابل، زابل او نورو ګاونډ ولایتونو په لوی شمېر اضافي ځواکونه رارسېدلي، چې د کور په کور تلاشي لپاره چمتو والی نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارواکو د څرګندونو له مخې پر پل حیدر خان او قلعه احمد خان سیمو طالبانو خپله ولکه ټینګه کړې؛ خو طالبانو ادعا کړې، چې نه یوازې د تېرې ورځې نیول شوې سیمې په واک کې دي، بلکي نور تازه پرمختګونه یې هم کړي دي.

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د غزني ښار په زړه کې د والي د دفتر پر محافظتي کنډک، چې د موی مبارک پر کنډک شهرت لري؛ له سخت برید وروسته تر خپلي ولکې لاندې راوستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپل تویت لیکلي، چې د غزني ولایت محبس فتحه شو؛ ټول بندیان په خیر را ووتل او مصئون ځای ته د رسیدو په حال کې دي.

امنیتي سرچینو دغه ادعا رد کړې او وایي، چې دغه ښار ته تازه دمي کومندو ځواکونه رارسیدلي او طالبانو شاتګ کړی دی.

دغه جګړه، چې د اوړمې شپې پر دوه نیمو بجو پیل شوی؛ تر دې دمه روانه ساتل شوې ده.

طالبانو دغه راز پرون ورځ د غزني ښار په داخل او د هغه په خواشا کې ټولو دولتي ځواکونو ، ملي اردو، پولیسو او ټولو دولتي منسوبینو ته د خپرې کړې اعلامیې له مخې عمومي عفو اعلان کړې ده.

طالبان ادعا کوي، چې د غزني په جګړه کې یې څه باندي 55 ټانکونه، رینجر موتر، په ډېره اندازه سپکې او درندې وسلې او مهمات له دولتي ځواکونو نیولي.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …