عاجل خبرونه

له داعش سره د مبارزې لار دا نه ده، چې نورې یاغي ډلې پیاوړې شي- عبدالله

(Last Updated On: September 21, 2017)

د سپتمبر ۲۱ د سولې نړیواله ورځ ده. اجرائیه رییس د دې ورځې نمانځغونډې ته په خبرو کې سیاسي حل لار د جګړو د پای یوازنۍ لار بولي او له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې په افغانستان کې جګړو ته زمینه برابره نه کړي.

هغه داعش سیمه ییز ګواښ وباله او وایي، چې ګاونډیان دې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهل پریږدي.

د سولې عالي شورا رییس له وسلوالو مخالفینو غواړي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي  ټینګار کوي، چې اوس سولې ته نړیوال او ملي شرایط برابر شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ څوک، چې د امارت په څېر واک ته د رسیدو فکر کوي، په غلطه لار تللي دي.

د حراست او ثبات شورا د سیاسي کمیتې مسوول  محمد عمر داوود زی  بیا د سولې عالي شورا پر کړنو نیوکه کوي او وایي، دغه شورا باید د وسلوالو مخالفینو او دولت تر منځ د منځګړي رول ولوبوي.

په کابل کې داسې مهال د سولې نړیواله ورځ نمانځل کیږي، چې په هېواد کې له څو لسیزو راهیسې د جګړې اور بل دی او هر افغان د سولې د ټینګښت هیله لري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

(Last Updated On: August 18, 2019)د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر …