عاجل خبرونه

له امنيتي گواښونو سره سره ټاكنې تر سره شوې

(Last Updated On: اپریل 6, 2014)

افغانستان، د ولسمشرۍ درېيم ځلي ټاكنې هم تجربه كړې او د اساسي قانون پر بنسټ دادى سياسي واك له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته ليږدول كيږي.

د ټاكنو په درشل كې له څو مياشتو را پديخوا د دې ملي بهير په وړاندې ستر خنډ ناامني بلل كيده؛ خو امنيتي چارواكو ډاډ وركاوه، چې د دې ټاكنو امنيت به سل په سلو كې خوندي كړي.

د كابل اوسيدونكيو كه څه هم مخكې په ټاكنو كې د گډون پر مهال له امنيتي گواښونو څخه وېره درلوده؛ خو د امنيتي ځواكونو له خوا ټاكنو ته بشپړ چمتوالي د خلكو رضايت خپل كړ.

دغه راز دا ټاكنې به د يوه ديموكراتيك دولت جوړيدو ته لار اواره كړي او په نړيوالو معاملاتو كې به د افغانستان د رول له پياوړتيا سره مرسته وكړي.

د چارو كارپوهان باوري دي، چې ټاكنې سياسي ثبات ټينگوي او د ديموكراسۍ د پياوړتيا لپاره بل اقدام دى.

په افغانستان كې ديموكراسي اوږد عمر نه لري او لا تر اوسه په دې هېواد كې د ديموكراسۍ بسټونه پلي شوي نه دي.

بله مهمه مساله د ټاكنو پايلې دي، چې زيات خلك ورته په تمه دي.

ټاكنې پر داسې مهال شوي، چې افغان امنيتي ځواكونو د افغانستان د ۹۵ په سلو كې سيمې امنيتي مسووليتونه په غاړه اخيستي دي.

د يادونې وړ ده، چې تر سره شوې ټاكنې د افغان ځواكونو د وړتياوو لپاره يوه آزموينه هم وه.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …