عاجل خبرونه

له افغانستان سره د 82 ملیون ډالرو مرستې ژمنه وشوه

(Last Updated On: فبروري 8, 2015)

vlcsnap-2015-02-08-17h55m16s36

د ملګرو ملتونو سازمان د جمیعت صندوق، افغانستان ته د دوه اتیا میلونو ډالرو مرستې ژمنه وکړې.

په همدې حال کې د اقصاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د دې مرستې عملي کیدل با ازرښته بولي.

د اقتصاد وزارت د چارواکو په وینا، دا سازمان به د کورنیو لپاره د ښه او با کیفیت خدمتونو د وړاندې کولو، په هغه سیمو کې چې په بشپړه توګه خدماتو ته لاسرسۍ نه لري د میندو لپاره د صحي خدماتو پراخولو؛ د روزنې په برخه کې د ځوانانو د ستونزو لرې کولو، د نفوس په برخه کې د شمیرو زیاتوالی او د دولتي ادارو د پیاوړتیا په برخو کې کار وکړي.

همداراز افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جمیعت صندوق غړی انت رابرت سن وایي؛ هڅه به وشي چې دا پیسې په هغو برخو کې ولګول شي چې اړتیا ډیره وي.

 

موږ د عامې روغتیا وزارت لپاره تخنیکي ملاتړ برابر کړی، موږ د ځوانانو د چارو معینیت څخه تخنیکي ملاتړ وکړ تر څو د ځوانانو لپآره لومړنۍ پالیسي جوړه کړي، موږ به په لرې پرتو سیمو کې میندو او نوي زیږدونکې ماشومانو ته صحي خدمتونه برابر کړو.

د اقتصاد وزارت چارواکي وایي دغه مرستې په یوه ځانګړی همغږی په دولتي اداراتو کې به مصرف شي.

خبریال: نعمت الله احمدی

About Ariana News

Check Also

ولسمشر په پروان ولایت کې د دوه پروژو پرانسته وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2018) د هېواد ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ …