له اساسي قانون څخه سرغړونه به خلك له تدريجي مرگ سره مخ كړي

(Last Updated On: January 7, 2013)

د ولسمشر دوه يم مرستيال د ځينو زورلرونكيو او دولتي چارواكو له خوا له قانون څخه د سرغړونو په اړه اندېښنه څرگنده كړه.

د ولسي جرگې منشي وايي:

د قانون نه تطبيق د خلكو استازي د قوانينو له تصويب څخه ستړي او ناهيلي كړي دي.

د ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي، چې د اساسي قانون د تصويب د نهمې كليزې په مناسبت د يكشنبې په ورځ(د مرغومي۱۷) يوې جوړې شوې غونډې ته خبرې كولې، د ځينو حكومتي چارواكو او زور لرونكو كسانو لخوا له قانون څخه د سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده.

ده خبرداى وركړ، چې:

كه له قانون سرغړونې دوام وكړي، خلك به له تدريجي مرگ سره مخ شي.

د ولسمشر دوه يم مرستيال په ځينو قوانينو كې د سمونونو غوښتونكى شو.

د ملي ائتلاف مشر داكتر عبدالله عبدالله وايي:

وسلوال مخالفين به ونه توانيږي، چې د جگړې له لارې دولت وپرځوي.

د هغه په باور:

د قانون نه تطبيق به د حكومت د پرځيدو لامل شي.

د ولسي جرگې منشي عبدالستار خواصي وايي:

د افغانستان ولسي جرگې په اوسنۍ تقنيني پېر كې ۸۲ قوانين او فرمانونه تصويب كړي دي، خو د دې قوانينو او فرمانونو نه پلې كيدو  د دې جرگې يو شمېر غړي ناهيلي كړي دي.

په افغانستان كې د قوانينو نه تطبيق او د پراخ اداري فساد شتون د دولت په وړاندې اساسي ننگونې دي او نړيوالې ټولنې هم له افغانستان سره د مرستو د دوام  لپاره له اداري فساد سره جدي مبارزه لومړنى شرط گڼي.

About ATN News

Check Also

د کابل په پغمان کې عنایت قچي ووژل شو

(Last Updated On: May 24, 2019)په کابل ښار کې د مجرمینو د شبکې مشر عنایت …