عاجل خبرونه

لسګونه شرکتونه لیوال دي چې د کانونو په برخه کي پانګونه وکړي

(Last Updated On: April 09, 2015 8:33 pm)

vlcsnap-2015-04-09-20h22m30s66

د ساختماني شرکتونو ټولنه وایي، لسګونه کورني ساختماني شرکتونه لیوال دي چې د هېواد په کانونو کي پانګونه وکړي.

یاده ټولنه وایي، که د امنیت په برخه کې شته ستونزې لرې او د امنیت ساتنې ډاډ ورکړل شي، نور شرکتونه هم دغې برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

د کانونو او پطرولیم وزارت مسولین بیا وایي، که هر شرکت په کانونو کې پانګونې ته لیوال وي، دوي چمتو دي ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

د ساختماني شرکتونو د ټولنې مسولنعیم یاسینوایي، په دې برخه کې له وړاندې لسګونو شرکتونو پانګونه کړې او که یې امنیت ونیول شي، د دغه بهیر د پراختیا لپاره چمتو دي.

ښاغلي یاسین په عین حال کې سیمه ییز زورواکي او خراب امنیتي وضعیت د دغه بهیر د لارې دوه لوی خنډونه ګڼي.

زموږ ډیرو شرکتونو دا مهال د مرمرو ډبرو او د نفتو د استخراج په برخه کې ونډه اخیستي او یو شمیر نورهم لیواله دي، خو امنیت او محلی زور واکان يي د کار په وړاندي لویه ستونزه ده.”

vlcsnap-2015-04-09-20h22m52s41

د کانونو او پطرولیم وزارت مسولین د ساختماني شرکتونو د ټولنې له دغې پریکړې هرکلی کوي او وایي، دوي پالیسي جوړوي خو د امنیت د تامین په پرخه کې ور سره کورنیو چارو وزارت همکار دی.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند رفیع رفیق صدیقي:

موږ د کورنیوشرکتنو له دي کارو هرکلی کوو او هرهغه څه چې زمونږ په واک دي، د کورنیو ساختماني شرکتونو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې کړو څو دالړۍ نوره هم زور وا خلي.”

د ساختماني شرکتونو ټولنه وايي، د هیواد د مرمرو ډبرې په نړیواله کچه ښه بازارلري، نو ځکه ډیری ساختماني شرکتونه غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

ټولنه وایي، له تېر میلادي کال را په دیخوا یی ساختمانی پروژې کمې شوي، نو ځکه ډیری شرکتونه غواړي دکانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …