لایسنس غوښتونکې ښځې، څلویښت سلنه ډېرې شوي

(Last Updated On: April 11, 2016)

vlcsnap-2016-04-11-13h56m56s170

د افغانستان د ترافیکو ریاست وایي، د تېر په پرتله د ښځینه وو موټر چلوونکیو د لایسنس غوښتنې څلویښت سلنه ډېرې شوې دي.

په ورستیو کې د افغانو میرمنو له خوا د موتر چلولو لیوالتیا په تړاو په ځينو سیمو کې د موتر چلولو د زدکړې مرکزونه هم جوړ شوي.

په شمالي ولایت بلخ کې د ښځينه وو له پاره د یوې میرمنې له خوا د موتر چلولو د زدکړې کورس جوړ شوی، چې لسګونه نجونې په کې زدکړې کوي.

که څه هم افغانستان د ښځینه موتر چلوونکیو له پاره ډاډمن هېواد نه دی؛ خو اوس ورته د ډېرو زړه شوی او د کابل په ګډون په  څو ښارونو کې تر سترګو کیږي.

نږدې دوه میاشتې کیږي، چې په شمالي ولایت بلخ کې د ښځینه وو له پاره د موتر چلولو د روزنې یو مرکز پرانستل شوی.

دې مرکز ته له دېرش ډېرې ښځې د زدکړې له پاره ورځي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …