عاجل خبرونه

لاريون کوونکي: طالبان جنایت کوي، ارګ يې حمایت کوي

(Last Updated On: October 1, 2015)

کابل کې ځینو خلکو د هغه څه له امله چې د امنیتي چارواکو ناغېړي او د نظام د ننه د پنځمې ستنې موجودیت يې بولي، په لاریون لاس پورې کړ. لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې ارګ له طالب پلوه چارواکو پاک کړي او نور پرې نږدي چې د طالبانو له خوا د کندز ښار د سقوط په څېر بله شرموونکې پېښه را منځته شي.

يوه لاريون کوونکې وايي:

«طالبان جنایت کوي خو ارګ يې حمایت کړي، بايد چې ارګ له طالب ډوله کسانو څخه پاک کړل شي.»

دغه لاریون کونکي حکومت له طالبانو او دغې ډلې سره د خواخوږو کسانو په وړاندې مبارزه کې ناکام بولي او له امنیتي چارواکو غواړي چې له خپلو دندو استعفا وکړي. دوي د کندز د والي د نیونې او محاکمې غوښتنه هم کوي.

لاریون کونکی امین فرهنګ وايي:

«په کندوز کې دا پېښه ولې وشوه، دويم دا چې حکومت ولې وړاندې خبرتيا نه لرله، د هېواد په بحراني حالت بايد حکومت پوه شي، د کندوز والي ولې وتښتېد، باید چې را وغوښتل شي، محاکمه شي او جزا ورکړل شي.

لاریون کونکې ماشومه وايي:

«موږ افغانان له سولې سره ډېره مينه لرو او په سوله مين يو، خو زموږ د سولې کوتره زموږ ګاونډيان په غېشي ولي، موږ افغانانو په نورو هېوادونو تجاوز نه دی کړی نور ولې موږ خپل ژوند ته نه پرېږدي.»

لاریون کونکو پاکستان په هېواد کې د ناامنیو اصلي عامل بولي او له حکومت غواړي چې نظام د پردیو له لاسپوڅو پاک کړي، او هغوي ته اجازه ورنکړي چې نور له دې زیات له خلکو قرباني واخلي.

 

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ۱۰۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

(Last Updated On: April 7, 2020)له کرونا ویروس څخه د ژغورنې جرګه ګۍ په ډاګه …