عاجل خبرونه

كندهارښار ته د برېښنا رسونې شبكې د تجهيز تړون لاسليك شو

(Last Updated On: October 10, 2011)

كندهار ښار ته د برېښنا رسونې شبكې د تجهيز لپاره د اوبو او برېښنا وزارت او د متحده عربي اماراتو د بيسك ډفنيس كمپنۍ ترمنځ د څه باندې پېنځه ميليون امريكايي ډالرو په ارزښت تړون لاسليك شو.

د تړون د لاسليك پرمهال د اوبو او انرژۍ  وزارت چارواكو وويل، چې:

د دغه تړون لگښت د دولت د بوديجې له خوا وركول كيږي.

په دې اړه د آريانا راډيو- ټلويزيون د خبريال حبيب الله بختيال په رپوټ كې راغلي ، چې:

د اوبو او برېښنا سرپرست وزيراسماعيل خان د دې تړون د لاسليك پرمهال وويل، چې:

كندهارښار ته د برېښنا رسونې د شبكې د تجهيز پروژې په پلې كيدو به، چې ټول  لگښت يې پېنځه ميليون و نوي زره امريكايي ډالره كيږي د كندهار ولايت د اوسيدونكيو ډېرې ستونزې حل شي.

د كندهار ښار ته د برېښنا رسونې شبكې د تجهيز په دې پروژه كې د ۱۶ ترانسفرمرونو ، ۴۱۰ كانكريټي پايو ، ۱۲۳۰ ميټر بكسونو، ۵۲۶۰۰ د برېښنا ميټرونه او ۱۲۰ كيلو مټره د برېښنا كيبل تيارول شامل دي.

د چارواكو په وينا:

پر دې سربېره، چې پخوانۍ شبكه رغول كيږي ۷۰۰۰ نورې كورنۍ به له برېښنا  برخمنې شي.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزير دا هم وويل، چې:

له كابل څخه كندهار او هلمند ته د د برېښنا د مزي غځولو پروژه، چې د ۴۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت منظوره شوې، په پلې كيدو به پر يادو ولايتونو سربېره د وردگو، غزني او زابل ولايتونو د برېښنا ستونزې حل شي.

دا تړون په داسې حال كې لاسليك كيږي، چې د كندهار ښاريانو د برېښنا په برخه كې له ستونزو سرټكولى او له افغان دولت څخه يې په دې برخه كې د مرستې غوښتنه كړې ده.

About ATN News

Avatar

Check Also

ولسمشر د دارالامان ماڼۍ د پرانستې د ځنډولو سپارښتنه کړې

(Last Updated On: August 18, 2019)د افغانستان حکومت په یوه امنیتي ناسته کې د دوشنبې …

Leave a Reply

Your email address will not be published.