عاجل خبرونه

كابل ښاروالۍ په تېرو درېيو مياشتو كې ۵۰۰ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى

(Last Updated On: March 4, 2013)

كابل ښاروالي وايي، په تېرو درېيو مياشتو كې په ګمركونو كې د ښاري خدمتونو د ماليو د را ټولېدو له امله يې نږدې ۵۰۰ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى.

كابل ښاروال محمد يونس نو اندېش وايي:

د وزيرانو شورا د عدليې د وزير په مشرۍ يوې كمېټې ته دنده سپارلې وه،  چې په ګمركونو كې د ښاري خدمتونو د ماليې د وركولو په اړه د دغه شورا پرېكړه وڅېړي.

نوموړى زیاتوي، د كمېټې څېړنو وښوده، چې د وزيرانو شورا مخكينۍ پرېكړه د قانون خلاف وه.

تر دې وروسته وزيرانو شورا پرېكړه وكړه، چې د پخوا په شان بېرته په ټول افغانستان كې د ښاري خدمتونو ماليه د ښارواليو د کارکوونکو له خوا ټوله  شي.

هغه دغه راز وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو كې كه څه هم دا ماليه د ګمركونو له خوا را ټولېده، خو د توكو په بيو كې هېڅ بدلون نه دى راغلى او برعكس يوازې كابل ښاروالۍ ۵۰۰ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى.

د محلي ارګانونو د ښارواليو رياست اداري آمر شاه لالا  فراهي د وزيرانو شورا وروستۍ تصميم قانوني بولي او وايي، چې دا تصميم د سوداګرۍ او صنايعو خونې او سوداګرۍ وزارت غوښتنو ته په پام نيول شوى دى.

له دې مخكې يو شمېر سوداګرو د وزيرانو شورا د دې پرېكړې په اړه اعتراض كړى و او له دوى يې غوښتي و، چې  د ښارواليو ماليې دې په ګمركونو كې واخيستل شي.

دوى وايي، د ښارونو په دروازو كې  د ښارواليو له خوا د ښاري خدمتونو د ماليو اخيستل د اداري فساد د زياتوالي لامل كېږي.

About Ariana News

Check Also

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې چاودنې دوه سرتېري ټپیان کړل

(Last Updated On: May 21, 2019)امنیتي چارواکي وایي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار د …