عاجل خبرونه

قطر ته امریکا B 52 الوتکې استولې دي

(Last Updated On: اپریل 11, 2016)

vlcsnap-2016-04-11-13h01m00s128

د امریکا هوايي ځواک په سوریه او عراق کې د داعش د سختدریځې دلې د ځپلو له پاره قطر ته بي دوه پنځوس الوتکې ولېږلې.

د فرانس پریس خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک چارواکي وايي: دا الوتکې، چې د داعش خلاف د جګړې له پاره قطر ته ورسیدې، د دوه زره شپږم میلادې کال په مۍ میاشت کې د افغانستان د جګړې له پاره په سعودي عربستان کې ځای په ځای شوې وې.

د امریکا د هوايي ځواک مرکزي قومندان برید جنرال چارلس براون وویل؛ بي دوه پنځوس به ائتلاف ته د خوښې وړ هوايي قوت او دقت چمتو کړي.

بي دوه پنځوس الوتکې د امریکا د لیرې واټن لومړنۍ الوتکې دي، چې درانده بمونه لېږدوي او د کلونو په تېرېدو د اتومي بم د وړلو جوګه شوې دي.

دا الوتکې د ویتنام په جګړه کې او دغه راز په نولس سوه یو نوییم کال کې د خلیج په جګړه کې او وروسته د افغانستان په جګړه کې کارول شوي دي.

په افغانستان کې د دوه زره لومړي په وروستیو کې د بي دوه پنځوس بمبارد د طالبانو ملا ماته کړه.

فرانس پریس وايي، تراوسه څرګنده نه ده، چې په سوریه او عراق کې د داعش د ځپلو له پاره قطر ته څو بي دوه پنځوس الوتکې استول شوي دي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو په دوحه کې له امریکايي استازیو سره دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې

(Last Updated On: جنوري 21, 2019) طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې …