قطر، عربستان او متحده اماراتو ته د ترهګرۍ پالنه یوه عادي خبره ده- سپنتا

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2016)

vlcsnap-2016-10-15-08h33m48s210

 د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي؛ د لویدیځې آسیا ځینې هېوادونه، چې ادعا لري له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، برعکس ترهګري پالي او دا پر یوې عادي خبرې اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا دغه خبرې د جمعې په ورځ په هرات ښار کې پېنځم نړیوال امنیتي کنفرانس ته د وینا پر مهال کړي.

د رنګین داد فر سپنتا په وینا؛  قطر، عربستان او متحده امارات هغه هېوادونه دي، چې عملاً له تروریزمه پالنه کوي.

دغه پېنځم نړیوال امنیتي کنفرانس ته د کارپوهانو او دولتي چارواکو تر څنګ د ځینو اروپایي هېوادونو، ایران، هند او پاکستان له سل میلمانه بلل شوي وه.

د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا باوري دی؛ په نړۍ کې داسې ستر قوتونه نه لیدل کیږي، چې نظم تامین کړي او دا د نړیوال نظام د کړکیچ اصلي علت دی.

په دې غونډه کې د هرات والي محمدآصف رحیمي د سیمې له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې  سولې ته د رسیدو  لپاره د یوې سترې سیمه ییزې اجماع د جوړیدوهڅه وکړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت رییس او د دې غونډې تنظیموونکی داود مرادیانوایي، سږ کال د هغو هېوادونو استازي بلل شوي، چې د افغانستان په جنګ کې رول لري.

د دغې غونډې په څنډه کې به د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزې خبرې اترې او د افغانستان، هند او ایران تر منځ درې اړخیزې خبرې وشي.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …