عاجل خبرونه

قزاقستان د افغان پوله ساتو ځواکونو د روزنې ژمنه کړې

(Last Updated On: July 20, 2017 4:47 pm)

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار د منځنۍ آسیا هېوادونو ته په پړاویز سفر کې د قزاقستان له چارواکو سره د افغان ځواکونو پر تجهیز او روزنې خبرې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وایي، د دې هېواد امنیتي او سیاسي چارواکو له حنیف اتمر سره په لیدنو کې د افغانستان د سولې او ثبات له کړنلارو ملاتړ اعلام کړی او ویلي یې دي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دواړه هېوادونه یو شان لیدلوري لري.

ټاکل شوې، چې ښاغلی اتمر به ازبکستان ته هم ولاړ شي او د دې هېواد له چارواکو سره به په امنیتي او اقتصادي برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي بحث وکړي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم  د هېواد د امنیت لپاره سیمه ییزې همکاري ګټورې بولي او وایي، چې سولې ته د دغو هېوادونو مرسته اغړینه ده.  

قزاق چارواکو د افغانستان د سولې او ثبات له کړنلارو ملاتړ کړی دی.

قزاق چارواکي په  داسې حال کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کوي، چې په سیمه کې د داعش پر فعالیتونو اندېښنې زیاتې شوي او ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې داعشیان له شمالي پولو څخه هېواد ته دننه کیږي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …