عاجل خبرونه

فیسبوک ته د ماشومانو مسنجر وروپېژندل شو

(Last Updated On: December 5, 2017)

فیسبوک شرکت خپل نوی پیام رسوونکی، چې د کال ماشوم ته ځانګړی شوی د ماشوم مسنجر په نوم  وړاندې کړی دی.

فیسبوک په ډاګه کړې؛ د دغه مسنجر کاروونکي، چې Messenger Kids نومیږي؛ له ۱۳ کلونو د ټیټ عمر لرونکي دي. پلار او مور مو له دې وروسته کولی شي، چې د خپل اولاد ټولې اړیکې تر څار لاندې راولي.

دغه شرکت دا هم ویلي؛ دغه پروګرام ماشومانو ته اجازه ورکوي کله، چې سره لیرې وي پر ویدیو چت له خپلې کورنې او ملګرو سره په اړیکو کې شي.

ویل کیږي، چې د دې شبکې ټول کاروونکي به ماشومان وي او دمګړۍ په اپ پلورنځي( یوازې د امریکا په جغرافیه) کې تر لاسه کیدی شي.

About Ariana News

Check Also

طالب مشران مسکو ته د افغان – روس د اړیکو سلمې کلیزې ته غوښتل شوي

(Last Updated On: May 25, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر او مشرانو ځینې غړي مسکو …