عاجل خبرونه

فساد په افغانستان کې د امریکا ماموریت له بېوسۍ سره مخ کړی- سیګار

(Last Updated On: اکتوبر 2, 2016)

vlcsnap-2016-10-02-15h20m34s245

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي ګواښ کړی، چې که په دې هېواد کې د فساد په وړاندې اړینه مبارزه ونه شي؛ د امریکا د بیا رغونې ټول پروګرام به په دې هېواد کې له ماتې سره مخ شي.

د دغې ادارې په وینا؛ د اداري فساد وبا د افغانستان بیا رغونه، امنیتي پرمختګ، د قانون حاکمیت، حکومتولۍ او اقتصادي وده له خطر سره مخ کړې ده.

د سیګار ادارې ۱۵۰ پاڼیز ګزارش، چې فساد په  جنګي حالت کې سرلیک ورکړ شوی؛ په افغانستان کې د فساد اداريزي فساد حالت د زغم وړ نه ښيي.

دغې ادارې د امریکا له کانګرس او حکومته غوښتي، چې په افغانستان کې دې د فساد په وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لویه څارنوالي د اداري فساد په وړاندې د پراخې مبارزې له پیلولو خبر ورکوي او افغان چارواکو د بروکسل ناستې ته اړین کارونه تر سره کړي دي.

ویل کیږي، چې د بروکسل په  ناسته کې به مرسته کوونکي هېوادونه افغانستان ته د کال درې میلیارد دالر د بریالیو اصلاحاتو او د فساد په وړاندې د ځواکمنې مبارزې په شرط ځانګړي کوي.  

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …