فرهنګ: لوی څارنوالي زموږ په انساني کرامت حمله کړې

(Last Updated On: October 25, 2014)

vlcsnap-2014-10-25-18h20m54s236

د هېواد لوی څارنوال وایي، پنځو پخوانیو وزیرانو میلیونونه ډالر اختلاس کړی دی.

محمد اسحاق الکو وایي، په فساد کې د دې پخوانیو چارواکو د ښکلېتا په باب کره اسناد لري او باید ځانګړې محکمه د دوی د نیونې امر صادر کړي؛ خو د سوداګرۍ پخوانۍ وزیر امین فرهنګ چې همدې پنځو کسانو کې یو دی، لویه څارنوالي د شخصیت په بدنامولو تورنوي او دا تورونه بې بنسټه بولي.

د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ، د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند پخواني وزیران عنایت الله قاسمي او حمیدالله قادري، د کانونو پخوانی وزیر صدیق ایشان او د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس هغه کسان وو چې د اداري فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو تورونه پرې لګیدلي او دوسیې یې څو ورځې مخکې لویې څارنوالۍ سترې محکمې ته ولیږلې.

لوی څارنوال دا کسان د میلیونونو ډالرو په غلا تورنوي او وایي، ځانګړې محکمه باید د دوي د نیونې امر صادر کړي.

محمد امین فرهنګ چې په دې پنځو تورنو کسانو کې یو دی، وایي، څلور کاله مخکې پرې هم دا ډول تور لګیدلی و او دی تل په دې برخه کې ځواب ویلو ته چمتو دی. ښاغلی فرهنګ چې دا تورونه بې بنسټه بولي، د دې تورونو د څیړلو لپاره د ځانګړې محکمې په ژر جوړېدو ټینګار لري.

د کابل بانک د مالي فساد د دوسیې د بیا څیړنې تر څنګ د همدې پنځو پخوانیو وزیرانو دوسیې لویې څارنوالۍ سترې محکمې ته ولیږلې.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …