عاجل خبرونه

فراه ولایت ته د طالبانو مرستیال والي ووژل شو

(Last Updated On: مې 8, 2016)

farah

د فراه ولایت د پولیسو ویاند اقبال باهر وایي، تېره شپه فراه ولایت ته د وسلوالو طالبانو مرستیال والي له خپلو افرادو سره د بالابولوک ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې برید پیل کړ، چې له  پولیسو سره په نښته کې نوموړی له خپلو درې کسو ملاتړو سره ووژل شو او درې نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو ویاند زیاتوي، په دې نښته کې پولیسو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو د دغې نښتې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …