عاجل خبرونه

فرانسه د فوتبال نړیوال جام ګټونکې شوه

(Last Updated On: جولای 16, 2018)

فرانسې  په مسکو ښار کې د فوتبال نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوه پر څلور ګولونو ماته ورکړه، چې له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام خپل کړ.

د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دوه یم ګول تر سره کړ؛ خو فرانسې ملاوتړله او د نړۍ د فوتبال اتلولۍ جام تر لاسه کړ.

دا دویم ځل دی چې فرانسه د فوټبال نړیوال جام ګټي.

فرانسې په ۱۹۹۸ کال کې هم په داسې حال کې د نړیوال جام سیالۍ ګټلې وې، چې پخپله یې د لوبو کوربتوب کاوه.

د یادونې ده، چې په دې سیالیو کې فرانسې د ارجنټاین او بلجیم پیاوړې لوبډلې هم ماتې کړې او کروشیا هم  له ارجنټاین، روسیې او انګلستانه خپلې لوبې ګټلې وې.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …