عاجل خبرونه

عمران خان او ترمپ د افغانستان د سولې په اړه پر خبرو ټینګار کوي

(Last Updated On: July 21, 2019)

په پام کې ده، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ۳۱ / د جولای ۲۲)  په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره د افغانستان د سولې په اړه وګوري.

عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره تېره ورځ امریکا ته په سفر تللی؛ خو لوړ پوړي امریکايي چارواکي يې هرکلي ته ندي ورغلي.

ارګ له احتیاطه ډکه هیله مندي ښودلې، چې ګواکي دا ځل به د امریکا فشارونه وکولی شي د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست له بدلون سره مخ کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې پاکستان تر دې دمه له خبرو پرته د افغان سولې په برخه کې هیڅ عملي ګام ندی پورته کړی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مرکزونو د تړلو تر څنګ باید یو لړ هغه کارونه هم تر سره شي، چې د افغانستان امنیت ورسره تړلی دی.  

امریکا او پاکستان د افغان سولې او جګړې په اړه ډېر څه کولی شي؛ خو بیا به هم پر خپلو ځانګړیو ګټو ټینګار وکړي.

پخواني پوځي محمداګل مجاهد وایي، چې د امریکا او پاکستان هڅې د افغانستان د سولې په اړه اغېزمنې دي؛ خو بیا به هم دواړه د خپلو ګټو لپاره کار کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي، چې د افغان سولې په اړه یوه بل ماموریت ته ځان چمتو کوي.

د ولسي جرګې غړی کمال ساپی وایي، چې د پاکستان ملکي برخه له مونږ سره (د تاریخ) یوه پاڼه لولي او د ورځ تر بلې زیاتیدونکې جګړې پای ته رسیدل غواړي.

امریکا او طالب استازي په ځينو برخو کې هوکړې ته نږدې شوي او اوس هڅې پر دې راټولې دي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل او اوربند رامنځته شي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

(Last Updated On: December 6, 2019)نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ …