عظیمي: نړیوالو ځواکونو هوايي ملاتړ به تر 2016 کال پورې دوام ولري

(Last Updated On: October 27, 2014)

vlcsnap-2014-10-27-17h16m38s70

د ملي دفاع وزارت وايي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د نړیوالو ځواکونو ټولې پوځي هډې افغان پوځ ته وسپارل شي.
مسولین وايي چې د ټولو عملیاتو رهبري افغان ځواکونو ته سپارل کیږي؛ خو د نړیوالو ځواکونو هوايي ملاتړ به تر 2016 کال پورې دوام ولري.
افغان ځواکونه په داسې حال کې د ټول هیواد د امنیتي چارو سمبالولو او د عملیاتو رهبرۍ ته اوږه ورکوي چې لاهم افغان هوايي ځواک نیمګړي او کمزوري دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي چې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې تر دوه زره شپاړسم میلادي کال پورې به افغان هوايي ځواک په پښو دروي.
د ملي دفاع وزارت مسولین وايي چې افغان ځواکونو د روانې جګړې په ترڅ کې تر اوسه ۶ زره عملیات رهبري کړي دي چې افغان سرتیرو ته پکې زیاته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا وايي چې له تلفاتو سره سره افغان سرتیري غښتلي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان پوځ ته داسې ترانسپورتي الوتکې د مرستې په توګه ورکړل شوې وې، چې مخکې له مخکې له کاره لوېدلې او زړې وي.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …