عاجل خبرونه

عبدالله عبدالله په تور نوملړ کې د ملا هبته الله د شاملولو غوښتنه کړې

(Last Updated On: اکتوبر 30, 2017)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو د رهبر نوم په تور نوملړ کې راولي.

عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیتې له رييس سره په خبرو کې له هغه غوښتي، چې وسلوال طالبان د ترهګرو په توګه وپېژندل شي.  

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل څرګنده کړې، چې د هېواد اجرائیه رييس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیتې له ريیس سره په کابل کې هغه ته وړاندیز کړی، چې طالبان دې د ملګرو ملتونو لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژندل شي او د هغوی رهبر ملا هبته الله هم په تور نوملړ کې شامل کړي.

د ولسي جرګې غړي ظهیر سعادت وايي؛ هیله من یم، چې ملګري ملتونه د اجرائیه رییس وړاندیز ومني. د هغه په وینا؛ که طالبان په تور نوملړ کې شامل شي، د هغوی مالي سرچینې به وچې او کمزوري به شي.

یو کال مخکې هم ولسمشرغني له ملګرو ملتونو غوښتي وه، چې د طالبانو رهبر په تور نوملړ کې شامل کړي؛ خو په دې اړه د ملګرو ملتونو دریځ تر دې دمه روښانه ندی.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …