عاجل خبرونه

عبدالله عبدالله د مسکو ناستې په اړه خپل دریځ په ډاګه کړ

(Last Updated On: June 1, 2019)

اجرائیه رییس په مسکو کې د افغانانو خپلمنځي ناستې په اړه ویلي، چې د طالبانو دریځ ندی بدل شوی او په وینا یې دا ډله اوس هم جګړه غواړي.

د دوه یم ځل لپاره طالب مرکچیان او ځینې سیاسي څېرې په مسکو کې د یوه میز تر شا کیناستل؛ خو خبرو یې څرګندې پایله نلرله.

اجرائیه رییس، چې د سالم ایزدیار په دوه یم تلین کې خبرې کولې؛ دغې ناستې ته په غبرګون کې یې څرګنده کړه، چې طالبان اوس هم د جګړې دوام غواړي او دریځ یې ندی بدل شوی.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، حکومت او خلک به د خپلو حقونو د دفاع لپاره ودریږي. هغه چا، چې په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو غږ د وروستیو پېښو په اړه راپورته کړ او ښکاره وغږیدل؛ له هغو مننه کوم. د دې بل لوري دریځ هم څرګند و او په نیتونو کې یې کوم بدلون ندی راغلی او معنا یې هم دا ده، چې پر افغانانو بیا هم مصیبت تپل کیږي.

د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق  وایي؛ هغوی، چې سولې شعارونه راپورته کوي په داسې حال کې، چې مونږ ورته ژمن یو. هغو د سولې هڅې د وسیلې په توګه کاروي او غواړي استبداد حاکم کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار  وایي؛ له امریکا او نړیوالو همکارانو غواړو، چې د افغانستان د خلکو سرښندنې په دې اده په نظر کې ونیسي او رښتینې هڅې وکړي. طالبان د پاکستان خبرې مني او دا پر سوله اغېز کوي.

دغه راز پاکستانيو رسنیو ویلي، چې زلمی خلیلزاد به د افغان سولې په ټپه ولاړ حالت د بدلولو لپاره د یکشنبې پر ورځ اسلام آباد ته ولاړ شي. خلیلزاد که څه هم په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو په یوه تویت کې یې د غني او عمران خان له کتنې هر کلی کړی.

هغه ویلي د پاکستان او افغانستان تر منځ ښې اړیکې به د دواړو هېوادونو له ټیکاو او سولې سره مرسته وکړي.         

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛ تر هغې، چې دوی خپلې موخې ته نه وي رسیدلي، جګړه به روانه ساتي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …