عاجل خبرونه

طالب مشران دې له پاکستان څخه راووځي-سید طیب آغا

(Last Updated On: October 22, 2016 10:57 am)

taliban-300x168

په قطر کې د طالبانو د نارسمي سیاسي دفتر پخواني مشرسید طیب آغا  یو شمېر رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د طالبانو مشر او د کمیسیونونو مشران دې له پاکستان څخه راووځي.

سید طیب اغا په یوه لیک کې څرګنده کړې: د طالبانو نوي مشر هبت الله اخوندزاده د سږ کال په جولای کې ورڅخه غوښتي، چې د قطر د دفتر مشري ومني؛ خو ده د همدې میاشتې په ۱۶ ورته په ځواب کې لیکلي: په دې شرط دا مسوولیت مني، چې د طالبانو مشر او د کمیسیونونو مشران له پاکستان څخه ووځي.

ده د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو له حضور سره هم مخالفت کړی او د طالبانو په بریدونو کې یې د ملکیانو د وژل کیدو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې ده.

سید طیب آغا د طالبانو له مشره غوښتي؛ هغه کسان له خپلو لیکو وباسي، چې د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو له استخباراتو سره مستقیم یا غیرمستقیمې اړیکي لري.

ویل کېږي، چې سید طیب آغا د پاکستان د فشار له کبله د ملا اختر محمد منصور له لوري د قطر د دفتر له مشرۍ لیرې شوی و.

ملا هیبت الله اخوند ته د سید طیب آغا په لیک کې د طالبانو مشر ته د امیرالمومنین د کلمې له کارولو سره مخالفت شوی دی.

تر دې دمه طالب مشرانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …