عاجل خبرونه

طالب مشران دې له امريکا سره نېغ په نېغه خبرې وکړي-ملا ذاکر

(Last Updated On: April 09, 2016 9:25 am)

vlcsnap-2016-04-09-09h20m13s109

يوه لوړپوړي طالب مشر ملا عبدالقيوم ذاکر د خپلې ډلې له مشرانو غوښتي، چې له امريکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره دې نېغ په نېغه خبرې وکړي.

د الجزيرې تلويزيون د راپور له مخې، چې پرون خپور شوى؛ ملا عبدالقيوم ذاکر دغه غوښتنه په هغه ١٢ ماده ييز وړانديز کې کړې، چې خپلو مشرانو ته يې لېږلى دى.

ده په دې وړانديزونو کې له طالب مشرانو غوښتي، چې کورنۍ او بهرنۍ نوې تګلارې جوړې کړي. نوموړي دغه راز د کابل حکومت تر څنګ له امريکا او نورو غربي لویدیځو هېوادونو سره د نېغ په نېغه خبرو اترو وړانديز هم کړی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد الجزيرې ته ويلي، چې دوى تر اوسه د ملا عبدالقیوم ذاکر غوښتنې او وړانديزونه نه دي ترلاسه کړي. 

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …