عاجل خبرونه

طالبانو په فراه ښار کې د نجونو ښوونځیو د بندیدا له ګواښ سره مخ کړي

(Last Updated On: فبروري 19, 2017)

vlcsnap-2017-02-19-19h04m10s163

 د فراه ولایت د پوهنې ريیس وايي، چې وسلوالو طالبانو د یوې اخطاریې په خپرولو د نجونو ښوونځي له ګواښ سره مخ کړي دي.

 وسلوالو طالبانو په فراه ښار له پرلپسې بریدونو وروسته اوس د نجونو د ښوونځیو د بندولو خبرداری ورکړی دی.

د فراه ولایت د پوهنې رييس محمد صابر فاروقي وايي، چې وسلوالو طالبانو د نجونو د ښوونځیو ښوونکې ګواښلي، چې ښوونځیو ته له ورتګ ډډه وکړي.

د هغه په وینا؛ د وسلوالو طالبانو له دغه خبرداري سره سم په فراه ښار کې د نجونو شپږ لیسې او ښوونځي تړل شوي دي.

د فراه ولایت د ښځو چارو ریاست په ښار کې د نجونو د ښوونځيو په تړل کیدو اندېښنه ښودلې ده.

د فراه ولایت د ښځو چارو ريیسه کبرا عظیمي وايي، چې په فراه ښار کې د نجونو د ښوونځیو تړل کیدل  ناورین دی.

هغې له دیني عالمانو او مسوولینو څخه وغوښتل، چې د ښوونځيو په پرانیسته کې ور سره مرسته وکړي.

دیني عالم مولوی عبدالجبار مطمئن وايي، چې د اسلامي قوانینو له مخې ښوونځيو ته د نجونو تګ هیڅ ستونزه نلري.

د نوموړي په وینا؛ تعلیم پر نر او ښځه دواړو فرض دی.

ویل کیږي، چې د فراه ښار په شاو خوا سیمو کې سل زره کسان اوسیږي او که د وسلوالو طالبانو ګواښونه همداسې روان وي؛ نو هلته به زرګونه نجونې له تعلیم څخه بې برخې شي.

د یادونې وړ ده، چې فراه والي تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …