عاجل خبرونه

طالبانو په دوحه کې له امریکايي استازیو سره دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې

(Last Updated On: جنوري 21, 2019)

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د قطر په دوحه کې امریکايي استازیو او طالبانو دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ طالب استازیو د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې له امریکایي استازیو سره د  دوشنبې پر ورځ( د سلواغې لومړۍ) خبرې پیل کړې او سبا به هم روانې وي.

د راپورونو له مخې؛ د افغان سولې په اړه سیمې ته د سفرونو په لړ کې د امریکا د سولې استازی زلمی خلیلزاد له پاکستان څخه قطر ته تلی او ټاکل شوې، چې له طالب استازیو سره خبرې وکړي.

دغه راز د امریکايي پوځونو عمومي قومندان جوزف وتل په پاکستان کې دی او په افغان سوله کې یې د دغه هېواد له هڅو هرکلی کړی دی.

تر دې دمه امریکایي استازي زلمي خلیلزاد د دغو خبرو په اړه څه ندي ویلي.

طالبانو په ډاګه کړې، چې په دې ناسته کې طالبانو او امریکایانو د بهرنیو ځواکونو پر برخلیک او د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا مشهور سناتور لیندسي ګراهام وړاندیز کړی، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ولسمشر ترمپ د افغان او پاکستاني چارواکو ګډه غونډه جوړه کړي.

About Ariana News

Check Also

طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو

(Last Updated On: مارچ 19, 2019)د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو …