طالبانو په میدان وردک کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې وسلوال برید کړی

(Last Updated On: جنوري 21, 2019)

وسلوالو بریدکوونکیو د دوشنبې پر سهار اووه بجې( د سلواغې لومړۍ) په میدان وردک ولایت کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې وسلوال برید کړی دی.

یوې امنیتي سرچینې منلې، چې لومړی یو هاموی تانک د میدان وردک ولایت د ملي امنیت قطعې ته له وردننه کیدو سره سم چاودیدلی او وروسته وسلوالو بریدګرو په یو بل موتر کې له امنیتي ځواکونو سره  نښته پیل کړې ده.   

سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې له ۱۵ کسانو ډېر ټپیان او وژل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې د سهارني برید غږ ډېر زورور و او له برید وروسته د ډزو غږونه هم واوریدل شول. دغه راز د امبولانس غږونو هم ۲ ساعته ونیول.

امنیتي ځواکونه د پېښې د تلفاتو په اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو د میدان وردک د عامې روغتیا ریاست وایي، چې په دې برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکو ویلي، چې دوه برید ګر یې له پښو غورزولي او یو موتر بم یې هم خنثی کړی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د اړوند پېښې مسوولیت منلی او څرګندوي، چې لومړی یو ځانمرګي بریدګر خپل چاودیدونکي توکي چولي او وروسته یو شمېر بریدکوونکي د ځانګړې قطعې قومندانۍ ته وردننه شوي دي.

میدان وردک ولایت کابل ته نږدې ولایت دی، چې په ځینو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

About Ariana News

Check Also

وسلوال مخالفان د پرمختګونو مخه نشي نیولی- ولسمشر غني

(Last Updated On: مارچ 24, 2019)ښاغلي غني په هغه ناسته کې، چې وحید عمر یې …