عاجل خبرونه

طالبانو په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو ۶۰ دریوران تښتولي

(Last Updated On: دسمبر 2, 2018)

طالبانو د یکشنبې پر سهار د سمنګان ولایت د دره صوف پایین په جرخشک سیمه کې د ډبرو سکرو ۶۰ لارۍ درولي؛ ۱۲۰ دریوران او د هغو ملګري یې له ځان سره وړي دي.

د بغلان والي ویاند د دریورانو د ۶۰ ملګرو له خوشې کیدو خبر ورکوي او وایي، چې موتر د پولیسو لخوا امن سیمو ته لیږدول شوي او د پاتې ۶۰ کسانو د خوشې کولو لپاره د سیمې له سپین ږیرو سره خبرې روانې دي.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلی.

About Ariana News

Check Also

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 18, 2019) د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي …