عاجل خبرونه

طالبانو د سولې عالی شورا ته په یوه لیک کې خپل دریځ روښانه کړ- خلیلي

(Last Updated On: November 25, 2018)

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، چې د لومړي ځل لپاره وسلوالو طالبانو د سولې د خبرو په اړه په یوه لیک کې خپل دریځ روښانه کړی دی.

په کابل کې د سولې عالي شورا لخوا د ولایتي کمیتو په دوه ورځنۍ غونډه کې د دغې شورا رييس وویل، چې د لومړي ځل لپاره یې د سولې په اړه د وسلوالو طالبانو دریځ په لیکلې بڼه تر لاسه کړی دی.

د سولې عالی شورا مشر محمدکریم خلیلي زیاته کړې، چې د کوټې شورا د یو شمېر غړیو هغه ویډیوګانې هم تر لاسه کړي، چې په کې یې د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنې کړي دي.

ښاغلي خلیلي څرګنده کړې، چې د سولې لپاره د بهرنیو هېوادونو د هڅو په مخ کې باید هیڅ ډول ستونزې جوړې نشي.

له وسلوالو طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو کوونکي پلاوي نوملړ رسنیز شوی؛ خو وروستی شوی ندی.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس امر الله صالح وايي، چې حکومتي پلاوی به یوازې مصرفي بڼه ولري؛ ځکه له وسلوالو طالبانو سره د خبرو او چڼو وهلو ځواک نلري؛ خو زیان به یې عادي افغانانو ته ورسیږي.

نوموړی زیاتوي، چې وسلوال طالبان له جګړې پرته بل پیغام نلري او حکومت باید له کمزوري ادرس څخه ورسره د سولې خبرې ونکړي.

وسلوالو طالبانو دوه ځله له امریکايي استازیو سره لیدلي؛ خو تر اوسه ندي حاضر شوي، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د سولې خبرې شرطه نلري، خو سوله بې قید و شرطه نده.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې دمه د دغه  لیک او پیغامونو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.  

About Ariana News

Avatar

Check Also

ټاکل شوې، چې ډېر ژر د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرې پیل شي

(Last Updated On: June 15, 2019)ټاکل شوې، چې ډېر ژر د قطر په  پلازمېنه دوحه …