عاجل خبرونه

طالبانو د بهرنیو استخباراتو په همکارۍ د فراه سقوط غوښته- فراه والي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018)

د فراه سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې وسلوالو طالبانو غوښتل د بهرنیو استخباراتو په همکارۍ فراه سقوط کړي؛ خو بریالي نشول.

د فراه والي محمد شعیب ثابت وایي، په زرګونه وسلوال طالبان، چې له هلمند، غور او د هرات له شینډنډ ولسوالۍ فراه ته راغلي وه؛ د بهرنیو استخباراتو په همکارۍ یې غوښتل فراه ښار سقوط کړي؛ خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د فراه امنیتي مسوولین وایي، فراه ته په سلګونه تازه دمې سرتېري او پوره تجهیزات رارسیدلي دي.

د ملي اردو د دوه یمې لوا قومندان ذکریا میرزا زاده زیاتوي، ډېر ژر به په ناامنو سیمو کې عملیات هم پيل شي.

د فراه نوی امنیه قومندان رحمت الله صدیقي په فراه کې د امنیتي ځواکونو د شمېر کموالی مني؛ خو وایي، دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فراه له څلورو امنیتي کمربندونو له سقوط سره وسلوال طالبان مرکز ته نیږدې شوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …