عاجل خبرونه

طالبانو څلور قاضیان له بنده خوشې کړل

(Last Updated On: جولای 24, 2018)

طالبانو ، چې یوه میاشت مخکې د سرپل – جوزجان پرلویه لار څلور قاضیان نیولي وه؛ ټول یې خوشې کړي  دي.

د سرپل امنیه قومندان عبدالقیوم باقي زوی وایي، چې دغه کسان د سیاسي خبرو په پای کې خوشې شوي دي.

یوشمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې طالبانو دغه قاضیان د پیسو په بدل کې خوشې کړي دي.

سرپل د هېواد یو ناامنه ولایت دی، چې داعش او طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.  

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …