عاجل خبرونه

طالبان غواړي پر ګردیز ډله ييز برید وکړي- ولایتي شورا

(Last Updated On: اګست 28, 2018)

د پکتيا د ولايتي شورا غړي، د دې ولايت خراب امنيتي وضيعت او د وسلوالو له لوري پر ګردیز ښار د بريد پلان اندېښمن کړي دي.

د پکتیا د ولایتي شورا  یو شمېر غړیو په یو مطبوعاتي کنفرانس کې له رسنیو سره د پکتیا د ناسم امنیتي وضیعت په اړه اندېښنه وښوده.

د پکتیا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وایي، چې له غزني راګرزیدلي جنګیالي د ګردیز ښار څنډو ته رارسیدلي او د بهرنیو وسلوالو په ګډون پلان لري، چې پر مرکز ګردیز او ولسوالیو غزني ته ورته ډله ييز بریدونه وکړي.

د پکتیا ولايتي شورا غړی محمدالرحمان قادري وايي، مرکزي حکومت دې د پکتیا خراب امنیتي وصیعت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د غزني پر سرنوشت دې پکتیا نه بدلوي.

د پکتیا امنیه قومندان منیتي مل پاسوال راز محمد مندوزی هم د ولایتي شورا د وکیلانو اندېښنې پر ځای بولي او وايي؛ له تېرو څو میاشتو راپدیخوا وسلوال هڅه کوي، چې د پکتيا پر امنيتي ادارو ډله ييز بریدونه وکړي.

نوموړی د بهرنیو جنګیالیو د شتون خبره نه ردوي او زياتوي، چې د پکتیا په يو شمېر ولسوالیو کې يې د جکړې پر مهال بهرني وسلوال نیولي او وژلي هم دي.

هغه ډاډ څرګندوي، چې امنیتي ځواکونه خپل ځانګړي تدابیر لري او د طالبانو د ګواښونو مخه نیولی شي.

د ولایتي شورا  غړیو دا هم ویلي؛ سره له دې، چې امنيتي مسوولين پر امنيتي ادارو د وسلوالو د بريد امکان تايئدوي، خو د مخنيوي لپاره يې له وړاندې تدابير نه تر سترګو کېږي.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …