عاجل خبرونه

طالبانو د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالي ونیوله

(Last Updated On: اګست 19, 2018)

په فاریاب ولایت کې تېره شپه وسلوالو طالبانو له امنیتي ځواکونو څخه وروسته له یوې اوونۍ نښتې د بلچراغ ولسوالي ونیوله.

د فاریاب ولایتتي شورا رییس طاهر رحماني د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، چې لږ تر لږه ۴۰ سرتېري هم طالبانو ژوندي نیولي دي.

هغه مرکزي حکومت دغه ولایت ته په نه پاملرنه تورنوي او نیوکه کوي، چې دمګړۍ درې ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې او ۹ نورې ولسوالۍ هم تر امنیتي ګواښ لاندې دي.

د دغې پېښې په اړه ښکېلو پوځيانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

په افغانستان کې د ۵ اقتصادي ارزښتونو ارزونه کیږي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د سوداګرۍ خونې او د آلمان د پراختیايي ادارې …