طالبانو په فراه کې ۸ امنیتي ځواکونه وژلي او ۷ ټپیان یې وړي دي

(Last Updated On: July 12, 2018 4:45 pm)

وسلوالو طالبانو تېره شپه د ښار د څنډې ګنهکان په اړوند سیمه کې پر یو ستر امنیتي مرکز ډله ییز برید کړی او دغه مرکز یې نیولی دی.

 د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزایي ویلي، چې په یاده پېښه کې د افغان ځواکونو ۱۸ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې وسلوالو طالبانو ټپیان د اسیرانو په توګه له ځان سره له اړوند سیمې لیږدولي دي.  

د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي: وسلوالو مخالفانو د دغه پوځي مرکز ټول مهمات او تجهیزات له ځان سره وړي دي.

وسلوالو طالبانو ویلي، چې د هاموی درې تانکونه سوځیدلي او درې نور یې له ځان سره وړي دي.

امنیتي سرچینو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو تېر ماښام د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې  د ښاروالۍ یو کارکوونکی له موتره کښته کړ او ډزې یې پرې وکړې.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …