عاجل خبرونه

طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په اړه خبرې اترې رد کړې

(Last Updated On: July 07, 2018 1:16 pm)

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له افغان حکومت سره د سولې په اړه هغه خبرې اترې رد کړي، چې د حکومتي او یو شمېر ولایتي  مسوولینو لخوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلیدو تمه ښودل شوې ده.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ طالبان د خبرو اترو په اړه څرګنده پالیسي لري او غواړي، چې له بهرنیو ځواکونو سره د ستونزو د مور(اشغال) ستونزه حل کړي.  

تراوسه څرګنده نه ده، چې د طالبانو استازي هم په راروانه اوونۍ کې د سعودي عربستان په کوربتوب کنفرانس ته وربلل شوي کنه؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا په دغه ناسته کې د طالبانو د ګډون تمه ښودلې ده.

ویل کیږي، چې د راروانۍ چهارشبنې او پنجشنبې په ورځو کې به د سعودي عربستان په کوربتوب د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس جوړ او د افغانستان د روانې جګړې په اړه به په کې  خبرې وشي.

دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې او د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د غونډې د پرېکړې پر بنسټ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو او د تشدد او سخت دریځۍ د رد ولو په موخه جوړیږي.

د کنفرانس برخوال به په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د اسلام له نطره خبرې وکړې او ممکن دغه جګړه ناروا او غیر شرعي اعلان کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۳۷ هېوادونو دیني عالمان برخه اخلي.  

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …