طالبانو د جوزجان په فیض آباد ولسوالۍ کې څلور کلي نیولي

(Last Updated On: جولای 2, 2018)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې طالبانو د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ ګرجک، شیشه خانه،ترکمنیه او خیرآباد کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

په فیض آباد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونکوونکیو قومندان صاحب خان آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې که اړوند سیمو ته مرسته کوونکي ځواکونه ونه رسیږي؛ د شبرغان- بلخ لویه لار به وتړل شي.

 د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني ویلي، چې د فیض آباد ولسوالۍ د ګرجک او شیشه خانې ۵۰ سلنه کلي د طالبانو تر ولکې لاندې دي او تر دوه ساعتونو به اړوند سیمو ته مرستندوی ځواکونه ولیږل شي.

د نوموړي په وینا؛ په هغه جګړه کې، چې تر دې دمه روانه ده؛ درې طالان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. دغه راز د سیمه ییزو پاڅونوالو یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

 د یادونې ده، چې ګرجک کلی د شبرغان- بلخ له لویې لارې څه نا څه نیم کیلو متر واټن لري.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …