عاجل خبرونه

طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې موازي حکومت جوړ کړی

(Last Updated On: June 23, 2018 7:13 pm)

د بریتانیا د بهرنۍ پراختیا انستیتوت نویو څېړنو په ډاګه کړې، چې طالبان اوس ځان ترهګره ډله نه بولي، بلکې په افغانستان کې د حکومت د نیولو هڅې تر سره کوي.

په دې څېړنه کې راغلي، چې طالبان اوس د تېر په پرتله له یووالي برخمن شوي؛ په تر واک لاندې سیمو کې د دولت ټولیز خدمتونه او د مرستندویو بنسټونو مرستې اداره کوي.  

د دغې څېړنې له مخې؛ طالبان د مالیاتو، پوهنې، روغتیا او عدالت په برخو کې د خپلو لوړپوړیو چارواکو کمیسیونونه لري، چې په پاکستان کې د میشتو قومندانانو لخوا څارل کیږي.

د ناتو عمومي منشي ټینګار کوی، چې سوله له طالبانو سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وتو نه، بلکې د هغوی په شتون کې رامنځته کیدی شي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ زیاته کړې، چې  سوله د بهرنیو ځواکونو پر وتو نه، بلکې د هغو په شتون کې رامنځته کیدی شي. تر هغې، چې مونږ دا موضوع هغو ته ثابته کړې نه وي، په افغانستان کې پاتې کیږو.

د افغانستان دولت او نړیوال ملګري یې سترګې پر لار دي، چې طالبان به بیا اوربند وکړي او له دولت سره سیاسي خبرو کولو ته غاړه کیدي؛ خو طالبان په څه نا څه لس ولایتونو کې له حکومتي ځواکونو سره ښکېل شوي او د شنه څراخ نښه یې نه لیدل کیږي.

د ناتو عمومي منشي زیاته کړې، چې: مونږ په لومړي ځل اوربند ولید که څه هم لنډ مهاله و؛ خو پایله یې لرله.  لومړی حکومت اوربند اعلان کړ او وروسته طالبانو لږ تر لږه د هغې څو ورځې ومنلې. مونږ باید اوږدې لارې رالنډې کړو.

طالبانو په خپل لنډمهاله اوربند کې بریالي شول، چې په ښارونو کې هم پاتې شي؛ خو د هغو ښاري نفوذ تر دې دمه د حکومت لپاره ګواښوونکی نه ګڼل کیږي.

د دفاع وزارت د دفتر ویاند محمد رادمنش وایي: په هغو سیمو کې، چې طالبان د حکومت په وړاندې عملیات کوي؛ مونږ هم له خلکو ساتنه کوو او هم له هغو کسانو سره، چې وسلوالې هڅې کوي وسلوال غبرګون ښیو.

د جګړې په نوي څپرکي کې د دولت او طالبانو تر منځ څو ولسوالۍ لاس پر لاس شوې دي. طالبان غواړي د خپل حاکمیت سیمې پراخې کړي؛ خو حکومت دفاع کوي او ورسره سم سولې ته هم په تمه دی.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …