طالبان د کابل په قره باغ کې پراخ حضور لري

(Last Updated On: June 02, 2018 6:04 pm)

طالبان د کابل د قره باغ  ولسوالۍ په څو کلیو کې پراخ حضور لري او صحرایی محکمې تر سره کوي.

یو شمېر پوځیانو او د سیمې اوسیدونکیو آریانا نیوز خبریال باعث حیات ته ویلي، چې د دې کلیو ټولې عدلیې او قضایي چارې د طالبانو لخوا حل او دولتي ځواکونه حتی په رڼا ورځ هم زیاترو سیمو کې تګ راتګ نه شي کولی.

دغه راز د څلور سړيو او یوې ښځې د یوې صحرایی محکمې د بهیر ویډیو هم خپره شوې، چې د ټولنیزو شبکو کاروونکي یې بوخت کړي دي.

د شنبې پر شپه د طالبانو صحرایي محکمې د څلور سړيو او یوې ښځې ویډیو خپره کړه، چې پرې د نامشروع اړیکو تور دی.

د همدې پېښې پر سهار په قره باغ کې ویل کیدل، چې دغه کسان د طالبانو لخوا له سزا وروسته آزاد شوي دي.

د کابل ښار په څو قدمۍ کې د طالبانو حضور  پراخ  شتوالی او د قره باغ پر ډېرو کليو د طالبانو واک او دولتي ادارو ته د سیمې د خلکو ورتګ خطرناکه کړنه یادیږي.

د طالبانو له وېرې حتی خلک د کمرې مخته غږیدای نه شي؛ خو یو سرتېری وایي، طالبان په قره باغ ولسوالۍ کې ډېرې صحرایی محکمې لري.

په دې ولسوالۍ کې طالبان د ملا سردار نومي قومندان تر امر لاندې هڅې تر سره کوي.

د قره باغ ولسوال محمد عظیم د طالبانو د پراخ حضوره  منکر شو؛ خو څو شېبې وروسته یې خپله  افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته د طالبانو پر ګواښونو خبرې وکړې.

د کلکان ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي وایي، چې قره باغ ستراتیژیکه سیمه ده، د بګرام په ګاونډ کې پرته ده. په زړه کې یې د کابل– شمال لویه لار تېریږي او له ځینو امن ولسوالیو سره په پوله کې ده او لږ لیرې ترې پلازمېنه کابل پروت دی.

پخوا په ځینو سیمو کې د طالبانو هڅو اندېښنې را ولاړې کړې وې؛ خو اوس یې فعالیتونه په پراخو او ښاری سیمو کې لوی سرخوږی یادیږي. په قره باغ کې به د شمېر له پلوه طالبان هومره نه وي؛ خو باور دا دی، چې که د هغوی د ځپلو لپاره سر له اوسه کار ونشي، پلازمېنه به ترې یوه ورځ له سترې امنیتي ستونزې سره  مخ شي.

 

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …