طالبانو د فاریاب په خواجه سبز پوش کې دوه پوستې نیولي

(Last Updated On: May 21, 2018 4:19 pm)

 

د فاریاب ولایتي شورا ویلي، چې وسلوالو تېره شپه د فاریاب د خواجه سبز پوش ولسوالې پر مرکز برید کړی او دوه پوستې یی نیولې دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وايي، چې په دې برید کې یو د ملی اردو سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او درې پاڅونوال ټپیان شوي دي.

ښاغلي ایلبیک زیاته کړې، چې د ګرزیوان د غلبیان سیمه هم طالبانو نیولې ده.

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، مرستندوی ځواکونه خواجه سبز پوش ولسوالۍ ته لیږل شوي او نوې پوستې جوړې شوې دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش پر خواجه سبز پوش د وسلوالو برید تائیدوي او وایي، چې سیمې ته نور سرتېري استول شوي او برید ګرو ماته خوړلې ده.

د نومړي په وینا؛ په دې نښته کې شپږ وسلوال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

هغه وایي، د وسلوالو د بریدونو له کبله څه نا څه ۵۰ دکانونه هم سوځیدلي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ولایت  د  مرکز په شمول لس ولسوالې تر لوړ امنیتی ګواښ لاندې دي او امنیتی ځواکونه له مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

هغه له دولت څخه په اړوند سیمو کې د پراخو عملیاتو غوښتنه کړې ده.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …