عاجل خبرونه

طالبانو د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې پوځي اکاډمي جوړه کړې

(Last Updated On: مې 12, 2018)

د  سرپل د پولیسو قومندان وایي، طالبانو دوه میاشتې مخکې د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ د سنګ سوراخ د اړوند سیمې په قرغیتون سیمه کې پوځي اکاډمي جوړه کړې، چې په کې درې سوه ازبکستاني ماشومان روزکیږي.

د سرپل د پولیسو قومندان خلیل الله دستیار وایي، په دې پوځي اډه کې نږدې درې سوه ماشومان، چې عمرونه یې له اتلس کلونو ټيټ دي، د دوه ازبکستاني روزونکیو لخوا روزل کیږي.

ښاغلی دستیار دغه اډه د اندېښنې وړ بولي او هغه زیاتوي، د عملیاتو لپاره پلان جوړ شوی؛ خو په وینا یې د دې اډې د له منځه وړلو لپاره باید هوایي بریدونه له کمانډو ځواکونوسره همغږي شي.

د دغه ولایت مدني فعالان پر دغې اډې اندېښنه ښیي.

د سرپل د مدني ټولنې د شبکې مرستیال عزت الله صمیم وایي، که مرکزي حکومت پام ونه کړي، شمال ولایتونه به له جدي خطرونو سره مخ شي.

د سنګ سوراخ سیمې اوسیدونکي وایي؛ دغه سیمه طالبانو ته پر خوندي مرکز اوښتې، چې ۲۵ جریبه مساحت لري او په کې د اوبو یوه چیبنه شته دی.

About Ariana News

Check Also

د کانګفو غوروي سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) په کانګفو سیالیو کې د مرکز په ګډون نږدې …