عاجل خبرونه

طالبانو د بغلان په دوشي کې برښنا ستن الوځولې

(Last Updated On: اپریل 14, 2018)

چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو د بغلان په دوشي ولسوالې کې د ۳۶۰ میګاواته برښنا لیږدونکې یوه ستن په بشپړه توګه ویجاړه کړې او پر کابل او پروان یې برښنا پری کړې ده.

د بغلان برښنا شرکت وايي، دا ستنه په بشپړه توګه ویجاړه شوې؛ خو د برښنا پر نښلو لو کار روان دی.

د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وايي، د شپې پر دوه بجو او ۴۵ دقیقو وسلوالو طالبانو د دوشي ولسوالۍ په پیازقولي سیمه کې د برښنا یوه ستن الوځولې ده.

هغه زیاته کړې، چې په یوه بله پېښه کې د شهاب الدین ډنډ د وردګو په سیمه کې یوې چاودنې ۹ طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

ښاغلي سریع په ډاګه کړې؛ دغو کسانو غوښتل ماین جوړ کړي، چې پرې چاودلی دی.

د بغلان پولیس وايي، په دې ولایت کې د وارداتي برښنا ۷۰۰ ستنې درول شوي او امنیت یی هم ټینګ دی؛ خو برښنا شرکت په سیمه کې له امنیتي ستونزو اندېښمن دي.

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …