عاجل خبرونه

طالبانو په فراه کې درې امنیتي پوستې نیولې، ۲۱ پولیس یې وژلي

(Last Updated On: فبروري 20, 2018)

د فراه ولایت چارواکو ویلي، چې تېره شپه طالبانو د دې ولایت درې امنیتي پوستې نیولې، چې په کې  ۲۱ پولیس وژل شوي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.  

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی فرید بختور وایٍي، طالبانو د بالابلول د فراه رود په اړوند سیمه کې دوه پوستې او یوه بله یې د ښار په شمالګاه سیمه کې نیولې؛ ۲۱ پولیس یې وژلي او د شمالګاه له پوستې یې ۴ ژوندي نیولي دي.

د فراه والي ویاند ناصر مهري که څه هم له مرګ و ژوبلې څه نه وایي؛ خو زیاتوي، چې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

یوې بلې سیمه ییزې سرچینې په دې ولایت کې ویلي، چې تېره شپه ۴ پوستو سقوط کړی او ۲۸ کسه وژل شوي؛ خو امنیتي چارواکي یوازې د اته پولیسو وژل کیدل مني.

طالبانو پولیسو ته د درندو تلفاتو اړولو او یو شمېر وسلو له نیولو خبر ورکړی؛ خو وایي په دې عملیاتو کې یو طالب وژل شوی دی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …