طالبانو په فراه ولایت کې د عامه نظم ۷ سرتېري وژلي

(Last Updated On: فبروري 15, 2018)

 

د فراه ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې د بالا بلوک ولسوالۍ په دارستان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته طالبانو برید کړی؛ پوسته نیول شوې او سرتېري یې وژلي دي.

د فراه ولايتي شورا رييس فريد بختور آريانانيوز ته ويلي، په بريد کې د نظم عامه اووه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز د فراه يوې امنيتي سرچينې، چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي: په دې بريد کې طالبانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی څرګند شوی.

طالبانو د بريد مسووليت منلی او طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپل تویت کې څرګنده کړې، چې پوسته طالبانو نيولې، د عامه نظم ۹ پوليس یې وژلي او ۱۳ میله وسله ترې لاسته لویدلې ده.

په داسې حال کې، چې د فراه امنيتي مسوولينو دوه ورځې مخکې په دې ولايت کې د طالبانو پر ضد له عملياتو خبر ورکړی او ولایتي شورا ویلي وه، چې مرکزي حکومت یوازې د فراه ولایت عوایدو ته اړ دی؛ خو ټولنیزو خدمتونو ته په کې پاملرنه نلري.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …