طالبانو په فراه ولایت کې پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: جنوري 15, 2018)

سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د فراه ښار د شمالګاه، پشترود او بالابلوک په ولسوالیو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ګلبهار مجاهد څرګنده کړې، چې د فراه ښار د اړوند کمربند او په بالابلوک او پشترود ولسوالیو کې د پوستو ۸ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

دفراه ولایت د ولایتي شورا غړې جمیله آمیني ویلي، چې تېره شپه طالبانو د فراه ښار د ریګي پر امنیتي پوستې برید کړی، چې په کې ۵ پولیس وژل شوي؛ د وسلو او مهماتو له تر لاسه کولو وروسته یې پوسته هم سوځولې ده.

د میرمن آمیني د وینا له مخې؛ کله، چې یادې سیمې ته مرستندوي ځواکونه ورسیدل د طالبانو لخوا یې پر موتر برید وشو، چې په کې د امنیه قومندانۍ دوه پولیس هم ووژل شول.

دغه راز په پشترود ولسوالۍ کې یو پولیس وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د فراه عام خلک له روانو ناامنیو اندېښمن شوي او له امنیتي چارواکو څخه د ښار د امنیت ټینګولو غوښتنه کوي.  

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …