طالبانو په فراه کې شل عام وګړي یرغمل کړي- قانع

(Last Updated On: جنوري 6, 2018)

په فراه ولایت کې سیمه ییزو چارواو په ډاګه کړې، چې نن سهار په دې ولایت کې وسلوالو طالبانو شل ملکي کسان له ۳۰۳ موترو کښته کړي او ناڅرګند ځای ته یي لیږدولي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وایي، چې دا کسان د بالا بلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د طالبانو له لوري یرغمل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ دا کسان په دې تور، چې د دولت مامورین دي او یا یې له حکومت سره دنده تر سره کړې نویول شوي دي. په داسې حال کې، چې د هغه په خبره ټول نیول شوي کسان عام وګړي دي.

هغه زیاتوي، کنسک ته پر ورغلې ټوله لار طالبان څارنه لري.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ ولسوال ملا سید احمد په اړوند سیمه کې له موترو د مسافرینو کښته کول مني؛ خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وایي.

هغه زیاتوي دوه میاشتې مخکې د کنسک په اړوند سیمه کې دوه پوستو سقوط وکړ، چې تر دې دمه بېرته فعاله شوې نه دي او طالبان په همدې سیمه کې له موترو مسافر کښته کوي او له ځان سره یې وړي.

تر اوسه په دې اړه طالبانو څه نډي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه ورځې مخکې هم په یاده سیمه کې د ملي امنیت درې کارکوونکي، چې شخصي جامې یې پر غاړه وې هم کښته کړي او بیا یې په پشترود ولسوالۍ کې پر ډزو وژلي دي.  

About Ariana News

Check Also

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د …