عاجل خبرونه

طالبانو په سرپل ولایت کې د خپلو سیمو د نجونو ښوونځي تړلي- ولایتي او مدني فعالان

(Last Updated On: September 4, 2017)

د سرپل د ولایتي شورا ځینې غړي او مدني فعالان وایي، چې د طالبانو په تر کنترول لاندې سیمو کې  د نجونو ټول ښوونځي تړل شوي دي.

مدني فعال حکمت الله حیدري او د سرپل ولایتي شورا غړي اسدالله خرم په کوهستانات، سوزمه قلعه، صیاد، سانچارک او مرکز سرپل کې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د  نجونو د ښونځیو پر تړل کیدا اندېښنه ښودلې ده.

د سرپل د ښځو چارو رییسه نسیمه آرزو په دې ولایت کې د نجونو حالت د اندېښنې وړ بولي او له حکومت غواړي، چې بشپړه پاملرنه دې ورته وشي.

د سرپل د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال سید وکیل سادات وایي، د امنیتي ګواښونو له کبله د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې له شپږم تر دولسم ټولګي پورې نجونې نه شي کولی درس ووایي؛ خو په وینا یې د نجونو ابتدائیه ښوونځي او د هلکانو لپاره لیسې فعالې دي.

نوموړی زیاتوي، د نجونو او هلکانو نږدې ۱۵۰ ښوونځي، چې په ناامنو ساحو کې دي، ترې څارنه نه شي کیدی.

مخکې له دې هم  د سرپل ځینو ناامنو سیمو کې د تړلو ښوونځیو په اړه اندېښنې ښودل شوې وې.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …