طالبانو د غزني د زنه خان ولسوالۍ تاسیسات له منځه وړي

(Last Updated On: August 24, 2017 4:07 pm)

 

وسلوالو طالبانو د غزني د زنخان ولسوالۍ پر ودانۍ پراخ برید کړی او  ټول تاسیسات یې له منځه وړي دي.

د زنخان ولسوالۍ مرکز د ناامنیو له امله له کلونو راهیسې د غزني ښار دوه کیلو مترۍ ته رالیږدول شوی؛ خو وسلوالو پرې دغلته هم برید وکړ.

د ولایتي شورا د یوه غړي حسن رضا یوسفي په وینا؛ وسلوالو څلور پوستې سوځولي او پوځي وسایط یې له ځان سره وړي دي.

دی زیاتوي؛ نښتو کې څلور پولیس او پېنځه وسلوال وژل شوي اووه پولیس او اووه وسلوال ټپیان شوي دي.

د غزني والي عبدالکریم متین پر اړوند ولسوالۍ د طالبانو برید مني؛ خو وایي ، چې دغه امنیتي پوستې د یوې زیرمې له چاودیدو سره سوځیدلي دي.

والي متین د اړوند ولسوالۍ په نښته کې د درې پولیسو وژل کیدل تائیدوي.

امنیتي مسوولین وایی، د امنیتي ځواکونو او طالبانو  نښته کې درې پولیس او پنځه وسلوال وژل شوي؛ وسلوالو له برید وروسته پښې سپکې کړي او امنیتي ځواکونه په ساحه کې حضور لري.

د غزني د امنیه قومنداني سرپرست مصطفی مایار وایي، طالبانو پوځي وسایط نه دي وړي؛ امنیتي ځواکونه دفاع ته تیار دي او هیڅ پوسته د سقوط له ګواښ سره امخ نه ده.

د غزني د واغز، رشیدان او خوږیاڼو ولسوالیو مرکزونه د ناامنیو په دلیل له اصلي ځایونو لیږدول شوي او اوس یې چارې غزني ښار ته نږدې تر سره کیږی. ناوه ولسوالي بیا له څه باندې لس کلونو راهیسې د طالبانو په کنترول کې ده او هیڅ  حکومتي جوړښت نه لري.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …